زړې ارمانونه لا هم پاتې دي!
دا چي افغانانو دا واک تر لاسه کړ چې خپل برخليک پخپله و ټاکي دستايني او وياړ وړ ده. داوطن دټولو افغانانو ګډ کور دۍ اوپه ګډ هاند به جوړيږي. لومړني دوره د انتخابي نظام هر څنګه چي وه تير شوه. څه موده د مخه جلالتمآب ښاغلي کرزۍ د دويم انتخابي نظام د مشر په توګه دځانگړو مراسمو په ترڅ کي افغان ولس ته د وفادارۍ د لوړي مراسم پرځاي کړ.
د انتخاباتو وروسته حکومت د هغه امانت دار په توګه چې ولس د ځان او خپل هيواد سرنوشت ورته په لاس کې ورکړي دي ايماني او افغاني دنده لري چي د ولس غوښتنو او سوالونوته پوره ځواب ووايي او هغه زړې وعدې چي زياتي يي نه دي ترسره شوې سرته ورسوي. دا جوته ده چي له پخوا راپاته زړې ستونزي او ناخوالي يو ځل بيا په پخوانۍ درې ازمويل شوې کابيني ناشونۍ کار دۍ. ځکه چې د خلکو سره دا تشويش او سوال موجود دۍ چي حکومت به دا ځل څنګه او د کومو کسانو او ځواکونو په مټ دا درنې او له جنجالو ډکي ستونزي حلوي؟
هغه غوښتني چي افغان اولس د حکومت څخه دهغو د پلي کيدو غوښتونکې وو او دي په لنډه تو ګه په دغه ليکنه کې ذکر کيږي.
لومړۍ: د وړوکي او مؤثرې دولتي ادارې جوړول، او په هغه کې د تنظيمي او مصلحتي اړيکو پر ځاي د کار د وړتيا، پوهې او مسلک پر اساس د افغانستان د ټولو قومونو استازو ته بي له هر ډول سيا سي، مذهبي او ژبني تعصبه د افغانستان د ټولو قومونو استازي په کار گمارل، د ولسمشرۍ په ټاکنو کي د افغانانو پراخ ګډون په واقعيت کې دتنظيمي او مصلحتي ادارې پر ضد غبرگون و. دپورته نه تر کښته پوري په دولتي ادارو کې د هغو کسانو ګمارل او ځا ي پر ځاي کول چي په هيواد کي د دموکراسۍ، قانوني حاکميت، ښځو ته د برابر حق ورکول، د مطبوعاتو د رښتينو ازاديو، د سياسي مؤثرو فعاليتونو، په ټولنه کي د دموکراتيکو آزاديو او نورو ټولنيزو ښيگڼو او رغاونو سره پخلا او دغو موخو ته د رسيدو لپاره په يوه او بله بڼه اونامه ستونزي را پيدانکړي.
داچي وايي که په راتلوکي حکومت کي ماته ځاي رانکړه شي، هغه حکومت به ملي مشروعيت ونه لري ، د دغو کسانو په وجود کې دح کومت ملي مشروعيت لټول پايله يي به يوه تاريخي ناندريزه وي.او يا داچي ځيني اوس په دغه ممکن پوه شوې وې چي څوکۍ يي له لاسه ورکړه ځکه وايي: موږ ته ولس رايي راکړي بايد موږ په راتلونکي حکومت کې گډون ولرو، يوه بي مفهومه خبره ده. ځکه چې د ولسمشرۍ لپاره ځان کانديدول په راتلونکي حاکميت کي د څوکۍ د ترلاسه کولو معيار نشې کيداي په هغه اوله ورځ هر څوک په دغه ښه پوهيده چي دا ټولو د شهرت او هم د نورو په اشاره ځانونه ټاکلي دي. دغي خبري ته بايد بل رنگ ورنکړه شي، افغانانو د دوي څخه د خلاصون لاره لټول څنگه کيداي شي دوي ته رايي ورکړې؟
دوهم: تر محلاتو پوري دمرکزي حکومت رښتينې ريښې غځول، په مرکزاو ټولو ولاياتو کې تنظيم سالارۍ او قوماندان سالارۍ ته د پاي ټکۍ ايښودل د خلکو يوه بله غوښتنه ده چې په تيرو کلونوکې نه ده پرځاي شوې. اوس هم په ولايتونو کې داسې کړۍ شته چې په خپل زور او زر سره د مرکزي حکومت پرمخ دريږي او پستونه ځان دپاره او ملګرو دپاره ريزرفوي. خو متاسفانه ليدل شوې دي چې په تيرو څو کلونو کې مرکزي حکومت هم د مصلحت په نامه او يا د امنيت او سولې د زياتيدو په بهانه دوي ته همداسې آزاد پريښلي او ګل په مخ هم دوي څه نه وايي!
دريم: په مليشو کي د پخوانيو ډي ډي آر شويو افسرانو او متقاعدينو لپاره د سوله ييز کار د برابرولو په خاطر کوچنيو او متوسطو صنعتي او زراعتي پروژو د جوړلو له امله داخلي او نړيوال پانګوال پانګي اچونې ته هڅول. دا کار ځکه مهم دي چې له يوې خوا د هغو کسانو درناوې وشي چې د خپل عمر په کلونو کلونو کې د دې وطن په مشروعو حکومتونو کې کار کړي دي او د وطن د منافعو د ساتلو لپاره زيار ايستلي دي او له بلې خوا د اوسنيو افسرانو او لوړ رتبه نظامي چارواکو ته هم دا هيله پيدا شي چې که يو وخت د هيواد د مصلحتونو او شرايطو سره سم تقاعد وکړي او يا له دندې ګوښه شي، نو بي له سرنوشته نه پاتي کيږي، بلکي د حکومت له خوا دوي ته هم د مناسبو کارو بار زمينه برابريږي.
څلورم: دملي اردو، پوليسو او ملي امنيت تقويت او غښتليتوبونو ته سمه پاملرنه، د دغه قانوني وسله وال ځواک کادري سياست داسي پلۍ کول چي هلته د افسرانو او اداري پرسونل د نظامي د مسلکي پوهي او عالي تحصيلاتو لرونکي بي له پخوانيو تعصوباتو څخه په کار وگمارل شي. همدا اوس زموږ په هيواد کي دومره د علمي او مسلکي تحصيلاتو خاوند افسران بي کار دي چي په ښې توګه مسلح قواوي جوړولاي شي ، ولي له بده مرغه د وسله وال پوځ څخه داسې کسان په يوه او بل نامه ليري کړه شوه. البته دا لويه تيروتنه وه ځکه په شل کاله بيا د داسي افسرانو تربيه ناشونۍ کار دي او له بلي خوا د دوي په مقابل کې دا شان کړنه د بشر د حقوقو او ټولو نړيوالو نورمونو خلاف يو عمل و. ملي وسله وال پوځ بايد له هرډول تنظيم، حزب او ټوپکسالارانو سره له اړيکو اوتآثيراتوڅخه خلاص وي، دهغوي دنده دملي نواميسو، ملي حاکميت او زمکنۍ بشپړتيا څخه غوڅه دفاع او ساتنه وي.
پنځم: اوو مياشتې وروسته د ملي شورا لپاره دټاکنو وخت رارسيږي، له پخواڅخه او دا اوس هم هغو چي نور ځانته په دولتي واک کې ځاي نه ويني او داسي معلوميږي چي له خيره د تنظيم سالاري، ټوپک سالاري او د زور له لاري دولتي واک تر لاسه کول مخ پر ختميدو دي، د د ي لپاره يي مټي رانغښتي چې يوځل بيا د افغان خلکو د پاکو اسلامي احساساتو څخه په استفادي سره دپارلماني انتخاباتو له لارې ځانته ځاي پيداکړي او د پارلمان په هيواد کې دملي او دموکراتيکو سياسي ـ اقتصاي او اجتماعي ريفورمونو او اوښتنو پر ضد وکاروې. ځکه پر ټولو افغانانو او په لومړي سر کي پر حکومت ده چي راتلونکې ملي شورا ا وپارلمان د افغان ولس دملي منافعو، ملي وحدت او واحد افغانستان د ګټو پر خلاف د تلاښونو په ستيژ بدل نشي.
شپږم: کوکنار، تروريزم او جنگ سالار زموږ هيوادوالو ته يو شان خطر دي. که څه هم دا لوي بحث ته اړتيا لري فعلا دومر ويل ارزښتمن وي چې همدا کوکنار دي چي د تروريستانو لپاره د پيسو پيدا کولو هوسا لاره او منبع ده، بل هرو مرو په دغو زهرو زموږ ځوانان اخته کيږي په دي بايد وپوهيږو چي همدا ځوانان ز موږ د هيواد راتلونکۍ نسل دي که چير ي هغوي په هروئينو اخته شي ز موږ د هيواد راتلونکي څنگه بولۍ؟ او له بلې خوا همدا د کو کنارو کر کيلي ز موږ ده يواد بين المللي اعتبار ته تاوان رسولۍدي، دلته بايد ملا صاحبان پنځه وخته د دغو زهرو پرضد لمونځ کونکو ته لار ښوني وکړې او افغانان داسلام دسپيڅلي دين دارشاداتو په رڼاکې د کوکنارو د کرلوا و تجارت زيانونو ته متوجه کړي.د دي په څنگ کي دولت بايد بزګرانو سره د مرستي داسي لاري چاري ولټوي څو چې بزګران د کو کنارو له کرلو څخه لاس واخلي يوازي فرمان دا ستونزه ځکه نشي حلولاي چي له يوي خوا د تيرو څو کلونو وچکالۍ او له بلي خو ا د افغانانو بيچاره ګي او غريبي. دولت بايد داسي پلانونه تر لاس لاندي ونيسي چي هم د کو کنارو کر کيله بنده شي او هم بزګرانو داقتصادي ستونزو د حلولو لپاره يوه اندازه پيسو د تر لاسه کولو امکانات پيدا کړي.
ووم: په هيواد کي د بيکارۍ د مخنيوې او په ټول هيواد کې د زراعت اوصناعت د برابر پراختيا په منظور دکورنيو او بهرنيو پانګوالو هڅونه. دغه پانګه اچونې داسې بايد تنظيم شي چي د هيواد ټولو ولايتونه د زراعتي او صنعاتي پرمختياوو څخه برخمن شي، په هغه صورت کې به دهيواد د مساويانه پراختيا او پرختيا سياست يو شان پلۍ شي او د ښارونو تر منځ به دا اوسنۍ لوړ توپير له منځه لاړشي.
په دې برخه کې بايد ووايو چې د مرکزي ولايتونو خلک زموږ دهيواد هغه لويه برخه وګړي تشکيلوي چي د دوي د ژوند د ښه والي په هکله هرکله څه ويل کيږي خو دپلي کولو لپاره يې هيچا څه سرته نه ده رسولې. د مرکزي ولايتونو خلک د افغانستان اصلي بچي او ا وسيدونکي دي. دوي دهيواد په دفاع او جوړونه کي د ټولو افغانانو سره مساوي او بلکي زياته ونډه اخيستي، مگرهيچا مساوي حق ندۍ ورکړۍ هميشه د توپير کړنه ورسره شوي ده.
د مرکزي ولايتونو خلک تر هر چازياتي بدمرغې او لالهاند ه شپي او ورځي تيري کړي هغوي په تهاجمي جګړو کې هرڅه له لاسه ورکړه، دولت تر هر چا زيات د دو ي په مقابل کي مسؤليت لري تر څو په اقتصادي لحاظ د يوه ځانګړي پلان پر اساس د دوي لاس نيوۍ وکړي .
اتم: زموږ د هيواد د بهرنې سياست بايد سوله ييز وي. د نورو په داخلي چارو کي لاس نه وهل او له نورو هيوادونو څخه هم دا وغوښتل شي چي ز موږ په کورنيو او بهرنيوچارو کې له لاس وهني څخه لاس پر سر شي. زموږ بهرنۍ سياست بايد د افغانا نو د ملي ګټو او ملي افتخاراتو ساتونکۍ اومنعکسونکۍ وي.
زموږ هيواد بيلې اقتصادي، سياسي و اجتماعي ځانگړتياوي لر ي، د نوو پلانونو پلي کول هم بايد همدغو ځانگړتياوو ته په نظر کي نيولو سره سرته ورسيږي، هغه دا چي ز موږ د هيواد په اوسنيو شرايطو کې کله کله روبنايي مسايل دلومړيتوب د حق کچي ته پورته کيږي همدا علت دي خلک تر هر څه د مخه دچارواکو څخه دټوپک سالاۍ ختم او امنيت راوستل غواړي تر څو سوله او منيت ټينګ نشي نه بهرني پانګوال پانګي اچوني ته زړه ښه کوي، اونه به کډوال او افغان کارپوهان چي همدا اوس يو ه لويه تشه ده وطن ته راستانه شي، او نه هم دهيواد دبيارغاوني پروسه له زياتو ستونزو سره مخامخ شي. هيڅ داسي ستونزه نشته چي دحل لاره دي ونلري، خو په دي شرط چي د دغې يا هغې ستونزې د ليري کولو لپاره پاک نيت، اخلاص اوبي له کوم تعصب څخه ګام اوچت شي. که چيري دتظيمي او غيرې ضروري مصلحتنو پر ځاي يوه وړوکې ولي متحده ،د پوهو ،مسلکي او خواخوږو کسانو په گډون يوه کابينه او اداره جوړه شوه افغان اولس به ډير ژر دزياتو ناخوالونه خلاص شي.
ز موږ ملت ډير مهربان او پر وطن مين خلک دي هر کله چي يي د دولتي چارواکو څخه د صداقت او خواخوږۍ احساس کړي د قربانۍ تر سرحده ورسره دريدلي دي. تر دې دمه پورې ملت ډيرې قربانيانې ورکړي دي په دې هيله چې د دوي قرباني به د وطن په خير او صلاح تمامې شي.
شريک